احتجاجیان وايي تر څو د ځمکې شخړې نه وي حل شوي، اوربند ډير دوام نه شي کولی

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 8 ก.ย. 2024
  • په پېښور کې د کورمې شيعه او سني ځوانانو پرلت وهلی. دوی وايي په کورمه کې په جنګبندۍ خوشاله دي خو د ځمکو پر سر لانجي په دايمي ډول حلېدل غواړي. دغو ځوانانو مشال راډيو سره په خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د خلکو د وژنو ننداره کوي او د مسایلو د حل لپاره سنجيده نه دی. خو د خیبر پښتونخوا حکومت ويلي چې د ځمکو شخړې او په کورمه کې د دایمي امن لپاره هلې ځلې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د ځمکې پر سر پيل شوې شخړه د شيعه او سني‌وګړيو ترمنځ پر فرقه ییزې شخړې بدله شوه. په دې جنګ کې ۴۷ کسان وژل شوي او ۱۷۰ ژوبل شوي دي. اوس نښتې ودرېدلې دي. په دې اړه د وسیم سجاد ويډيو راپور وګورئ.

ความคิดเห็น •