د خیبرپښتونخوا بلدیاتي نمایندګان واک او فنډونه غواړي
ฝัง
- เผยแพร่เมื่อ 15 ก.ย. 2024
- په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د استازو د مظاهرې پر مهال اخ و ډب شوی دی. د سېپټېمبر پر څلورمه د بلدیاتي حکومتونو استازو د اعلاوزیر دفتر مخې ته د تګ هڅه کوله چې پولیسو یې مخه ونیوله. پولیسو د مظاهرچیانو د منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس کارولی. د احتجاجیانو او پولیسو ترمینځ په اخ و ډب کې یوشمېر کسان ژوبل شوي هم دي. د بلدیاتي ادارو استازي وايي چې حکومت دې تنخاګانې، د کار لپاره دفترونه او د پرمختیايي چارو لپاره پیسې ورکړي. دوی وايي، څه باندې دوه کاله وشول خو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱ز کال په پای او د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې شوي ول. صوبايي حکومت لا د تازه مظاهرې او د تاوتریخوالي په اړه څه نه دي ویلي. البته چارواکي وايي چې هڅه کوي چې د قانون له مخې د بلدیاتي ادارو استازو ته ټولې پیسې ورکړي او د دې لپاره یې له هغوی سره خبرې هم کړې دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
سخت ظلم شروع دی توبہ خدایا حکومت مکمل ناکام دی
Freedom for pushtunistan
Tammam localbodies kea numande peshawae kea badmash hain air awaam ko.pata hai kise greeb kea jam nahi ate
Aur funds bhi khurd burd krte haun