د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د هوټلونو، ګازو او پمپ سټیشنونو ل

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 10 ก.ย. 2024
  • د هوټلونو(رسټورانټونو) انتفاعي مالیې، د ګازو او تیل پمپ سټېشنو د ثابتي مالیې د کمښت غونډه د قرانکریم په مبارکو آیاتونو سره پیل سوه. وروسته د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالقاهر (حاجي ادریس) د خپلو خبرو په جریان کي یادونه وکړه، چي د ماليې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او هدایت پر اساس د مالیاتو په برخه کي دوه نوي کمښتونه رامنځته سوه، چي یو ئې د ګازو او تیل پمپ سټيشنو د ثابتي مالیې او بل ئې د رسټورانټونو د انتفاعي مالیې په برخه کي دی. مخکي به له هغو هوټلونو څخه چي ربعوار فروشات به ئې د (۷۵۰۰۰۰) اوه لکه او پنځوس زره افغانیو څخه کم وه د دوه سلنه انتفاعي مالیې تابع ول او په هغه صورت کي، چي ربعوار فروشات به ئې د (۷۵۰۰۰۰) اوه لکه او پنځوس زره افغانیو څخه زیات وو د پنځه سلنه انتفاعي مالیې تابع وه. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او هدایت پر اساس له ټولو هوټلونو (رسټورانټونو) څخه دوه سلنه انتفاعي مالیه اخیستل کیږي، چي دا د مالیه ورکوونکو دپاره یو ډېر ښه سهولت دئ او بل سهولت د ګازو او تیلو پمپ سټېشنونو د ثابتي مالیې په برخه کي رامنځ ته سوی دی، چي مخکي به د ګازو او تیل پمپ سټېشنونو له في لېټر څخه ۶۰ پوله یا ۰،۶ افغانۍ اخیستل کېدلې، چي اوس د نوي حکم او هدايت پر اساس دغه ۶۰ پوله وه ۳۰ پوله ته راکم سول، چي دا د ګازو او تیل پمپ سټېشنو له مالکینو سره د مالیې په برخه کي لویه همکاري ده او په پای کي نوموړي د مالیه ورکوونکو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي خپله مالیه پر ټاکلي وخت تحویل کړي او د خپلي مالیې په وسیله له اسلامي امارت سره د هیواد په ودانولو او پرمختګ کي همکاري وکړي.
    وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبالسلام حنفي وینا وکړه او زیاته ئې کړه چي اسلامي امارت په هره برخه کي ژمن دی چي له ولس سره اساني وکړي نو له همدې امله مخکني او اوسني معافیتونه او کمښتونه ئې ښه ثبوت کېدلای سي او وروسته ئې يادونه وکړه دا چي په ټولو هيوادونو کي ورځ په ورځ ماليه لوړيږي خو اسلامي امارت د خپلو خلکو سره د نرمښت او هوسايی په خاطر ماليات کموي او له بله پلوه اسلامي امارت په هيواد کي د ملي پروژو تطبیق او د امارتي ادارو مصارف د داخلي عوايدو په مټ تمويل کيږي
    د غونډي په وروستۍ برخه کي د اتحادیو استازو ویناوي وکړې او په اوسنیو مالیاتي کمښتونو ئې له اسلامي امارت څځه خوښي وښوده او د خصوصي سکټور سره ئې د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.
    وروسته غونډه د دعا په کولو پای ته ورسېده

ความคิดเห็น •