Starge shta kho Ledal nishta | Ghani Khan baba Poetry
ฝัง
- เผยแพร่เมื่อ 30 ก.ย. 2024
- شمعې نشته رڼا نشته ! وجود شته خو سرور نشته
روقيدل او تړقيدل دي ! لمبه نشته دې اور نشته
عجيبه د ړندو ښار دي ! سترګې شته هو ليدل نشته
دې کوڅه کښ د مليانو ! ښا نکونه دي جام نشته
دا مکه د سامري ده ! خانان ډير دي خيام نشته
يا دا کور وو د منصور ! دلته خاورو کښ مستى دا
دلته هوش يو مست جنون وو ! دلته مرګ سه و مستى دا
دلته حسن د وحدت يو ! د عاشق بت پرستى دا
اوس دا ښار په ورانيدو دې ! جمات شته دې امام نشته
هسى نوم شته د ګلونو ! د باغونو سمام نشته
. هاې افسوس چه جمدون شته دې
. سر سرور د جمدون نشته
محل جوړ دې ليلا ناسته ! مجنون نشته مجنون نشته
دې عجب د رنګ جهان کښ ! سپين غائب دې او تور نشته
روتيدال او تړقيدل دې ! لمبه نشته دې اور نشته
عجيبه لار مه نيولى ! نه پړاؤ شته نه مقام
نه جنون نه بې خودي ده ! عجيبه زما ماښام
نه خائست شته نه رڼا شته ! عجيبه ساقى او جام
نه خندول نه مستول کړى ! دا زما ماه ګلفام
اوه زما په دي جهان کښ ! د رڼا خوريدل نشته
سترګي شته وازي او تشې ! د خوبونو ليدل نشته
دلته اوګوره جانانه ! ستا په غم مستيدل نشته
دلته او ګوره دلبره ! ستا د نور بليدل نشته
دلته رنګ نه رنګينى شته ! نه شراب شته نه خيام
دلته شړنګ و غرزنګ نشته ! تور او سپور او نسکور جام
دلته چغې دي د نن ! نه سبا شته نه پرون
دا محل د سامرې دي ! نه منصور شته نه مجنون
دا جمدون ده تيرو ډک دي ! دلته رنګ د خيام نشته
دلته ټول تشويش تشويش دې ! اميد مړ د آرام نشته
دي تک تور ده غم وطن کښ ! اور بليږى اور بل نشته
. عجيبه د ړندو ښار دې
. سترګي شته خو ليدل نشته
ډېر اعلى... 💐👏👏
Keep it up regularly ghani khan more poems plz
Zo staso fan yam manana chi stso da baba sra dumra mina lare
Good to see you here. Hope you and your family is OK
How much is your qualifications?
Mashallah sister you are literally doing the work we all need in this era❤️
nice
Deer kha di owyi khorayi kho lag gham rawang warta waraka nor ba deer khwand waki ❤