د ځوانانو غږ: د ګيله من وزير له مړينې وروسته ځوانانو ته څه کول په کار دي؟
ฝัง
- เผยแพร่เมื่อ 11 ก.ค. 2024
- د مشال راډيو په "ځوانانو غږ" خپرونه کې دا ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير له مړيڼې وروسته د ځوانانو پر رول خبرې کوو. د ګيله من وزير پر مرګ ګڼ ځوانان خپه دي او پر ټولنيزو شبکو د غم او غصې اظهار کوي. په داسې حالاتو کې ځوانانو ته څه کول په کار دي؟ پر دا او دې سره تړلو نورو موضوعاتو باندې د پي ټي اېم له مخکښ عالمزېب مسيد او مدني فعالانو شفيق ګيګياڼي،مهوش محب کاکاخېلې، ضياالله همدرد، شکر الله لودين ،خيال زمان اورکزي،رضيې مسيد او رياض احمد روښان سره خبرې کوو.
دا خپرونه تاسو هره جمعه د پېښور پر وخت د مازيګر له پينځو تر شپږو بجو د راډيو تر څنګ د مشال راډيو پر فېسبوک او يوټيوب په ژوندۍ بڼه اورېدلای او ليدلای شئ.
خپرونه اسرار عالم وړاندې کوي.
تاسو تر ويډيو لاندې خپل نظرونه او پوښتنې راسره شريکولای شئ. په خپرونه کې د ټېلېفون، وایبر او سکایپ له لارې هم برخه اخیستلای شئ.
د ټېلېفون شمېرې دا دي:
00420221124105
00420221124205
00420221124305
00420221124405
وټس اپ شمېره: 00420724147719
د سکایپ پته: Mashaalradio
وکېلې صاحبې اول خو پښتو زدکه او بېا ځوانانو تا مصروفېات پېدا که ، پښتنو سره ظلم کېږیچې ستا د نېکه په ژبه کې ورته جېنوسېډ وېل کېږې