Mirwais Khan Hotak's House in Kandahar - د حاجی میرویس خان نیکه کور

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 14 ม.ค. 2018
  • Mirwais Khan Hotak also was known as Shah Mirwais Ghilji (1673 - November 1715), was an influential tribal chief of the Ghilji Pashtuns from Kandahar, Afghanistan, who founded the Hotak dynasty that existed from 1709 to 1738. After revolting and killing the Safavid Persian governor over the region, Gurgin Khan in April 1709, he declared the Loy Kandahar (Greater Kandahar) region in what is now southern Afghanistan independent. He is widely known as Mirwais Nika
    -----------------------------------------
    میرویس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق یا ١٦٧٣م کال کی زېږېدلئ دئ . پلار یې ښالم خان نومېدئ چی د هوتکو د قوم یو منلئ مشر وو . مور یې نازو انا وه چی په پښتونولی یې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .
    میرویس خان په زلمیتوب کی د وخت زیاتره مروجه علوم لوستی وه او وروسته په سوداګری بوخت وو . له خوراسانه به یې مالونههندوستان او د هغه ځایه به یې هیواد ته راوړل ، ګټه به یې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده .
    کله چی صفوی شاه حسین په ١١٠٦ هـ ق یا ١٦٤٩ م کی په ایران کی پاچا سو نو ګورګین یې چی په اصل کی ګورجی وو او اوس نوی مسلمان سوئ وو، کندهار ته د خپل حکومت د نماینده په توګه را ولېږه . ګورګین چی ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو پر افغانانو یې ظلمونه پیل کړه . هیڅ څوک نه وو چی د دې بېګنا خلکو ناره دی واوری . د خلکو ږغ تر هیڅ ځایه نه رسېدئ او ډېر افغانی مشران د ګورګین له خوا ووژل سوه . نو د خلکو د امید سترګی یوازاې او یوازی میرویس خان ته وې . هغه وو چی د هغه څخه یې غوښتنه وکړه .
    د میرویس خان پوهی او قوی منطق نه یوازې ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ بلکی په ډېره درناوی یې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بیرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځایه یې ګورګین ته د مشورې ورکوونکی په توګه د مقررئ رسمی فرمان واخیست او کندهار ته راغئ . ګورګین په دې کار ډېر وارخطا سو او د میرویس خان څخه یې وغوښتل چی خپله لور د ګورګین زوی ته په نکاح کړی . میرویس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندی کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چی یوه بله ښځه به د میرویس خان د لور په نامه ورکړی او هغه به دغه راز ساتی . دا کار و سو او میر ویس خان څه نور هم د ګورګین دربار ته لار وموندله .
    د ملی پاڅون لپاره یې یوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه یې وکړه چی لوړی دی د بلوڅو ، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سی ، چی صفوی حکومت ته د مالیې ور کولو څخه ډډه و کړی هغو همداسی وکړه . ګورګین خپل شپږزره کسیږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهی سو او د میرویس خان څخه یې هم وغوښتل ، چی هلته ورسی . میرویس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې یې پر ګورګین حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک یې له منځه یوړه . پخپله یې د ګورګین کالی واغوستل او د هغه د وژل سو پوځیانو کالی په خپلو پوځیانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهی سول . هلته یې د ګورګین پاته پوځ له منځه یووړ ، هیواد یې د بېګانوو له لاسه خلاص کړ او د یوه خپلواک اولسی حکومت بنسټ یې کښېښود.
    ...........................................
    Link to Mirwais Khan Nika:
    en.wikipedia.org/wiki/Mirwais...
    ............
    Copyright: This Video is from Hewad TV Kandahar: I am posting here to keep the historical archive (Only)

ความคิดเห็น • 29

  • @palwashakhan1274
    @palwashakhan1274 2 ปีที่แล้ว +1

    الله پاک دې د افغانانو ستر ټولواک ته جنتونه ورکړي، ❤️🤲🤲🇦🇫

  • @mohammadullah2237
    @mohammadullah2237 ปีที่แล้ว +1

    روح یہ شاد میرویس خان نیکہ

  • @Warrior-mx7se
    @Warrior-mx7se 2 ปีที่แล้ว +1

    Great one thank you

  • @idrisstanikzai420
    @idrisstanikzai420 3 ปีที่แล้ว +2

    محترمو او ويښو ځوانانو ډيره مننه ستاسو له معلوماتو څخه
    الله ج مونږ ټولو افغانانو ته توان او همت راکړي تر څو د علاحضرت مير ويس خان نيکه له کا مو څخه پند او سبق واخلو او هغه په نني افغانستان کښي پيدا او عمل پري وکړو ❤️❤️❤️

  • @mixofcolours8137
    @mixofcolours8137 3 ปีที่แล้ว +2

    Mirwais Khan hotak 🔥🐅🔥🐅🔥🐅🔥🇦🇫🔥🇦🇫🇦🇫

  • @user-ct2xt6gj2p
    @user-ct2xt6gj2p ปีที่แล้ว +1

    مننه لستاسوشایشته خپره ونینه دامونه وویل چه دمیرویس خان نیکه کورپه کم زایکی اوسیژی بیاهم مننه

  • @mohammadilyasamin1022
    @mohammadilyasamin1022 2 ปีที่แล้ว +1

  • @user-gx3yb8me8c
    @user-gx3yb8me8c 3 ปีที่แล้ว +1

    په رښتيا سره مېرویس خان دوخت ستر لارښود زړور نومیالي اود افغانستان ستر تاريخي ملي شخصيت او دافغانستان د دښمنانانو د د سترګو ستر اغزي و،

  • @khanafridiafridi9244
    @khanafridiafridi9244 4 ปีที่แล้ว +2

    ډېر ښه

  • @gholamrasouli7669
    @gholamrasouli7669 4 ปีที่แล้ว +1

    بيشکه سلام سلام سلام

  • @royakarzai2687
    @royakarzai2687 3 ปีที่แล้ว +2

    اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاتو میرویس خان نیکه .

  • @tariqkhan6308
    @tariqkhan6308 5 ปีที่แล้ว +3

    Great

  • @walijan2326
    @walijan2326 3 ปีที่แล้ว +1

    Deer sha

  • @Janjan-zh7lm
    @Janjan-zh7lm 5 ปีที่แล้ว +3

    يو اوښيار سياستوال

  • @mohammadmohsenmultani4244
    @mohammadmohsenmultani4244 4 ปีที่แล้ว +5

    ستاسو تر معلومات هم قربان سم

  • @zabiullah5797
    @zabiullah5797 6 ปีที่แล้ว +1

    زبردست...

  • @alexjon2619
    @alexjon2619 5 ปีที่แล้ว +1

    Deer kha

  • @ashfaqahmad6279
    @ashfaqahmad6279 ปีที่แล้ว

    Really Afghanistan is land of lion

  • @Freedom20244
    @Freedom20244 4 ปีที่แล้ว +2

    Very good. Can you make sure history Dates and kings names by every year so we can keep Tracy of it. Make detailed videos and slowly recording.

  • @Harunkhan-hh3py
    @Harunkhan-hh3py 3 ปีที่แล้ว +1

    ❤️❤️❤️❤️❤️🤲😢

  • @saidrahmanmomand
    @saidrahmanmomand 4 หลายเดือนก่อน

    لوی افغان لوی میرویس خان نیکه

  • @gvochannel2.0
    @gvochannel2.0 5 ปีที่แล้ว +1

    der kha malomati program da kho sa za ka awaz na ra za...

  • @5ldscorporation
    @5ldscorporation ปีที่แล้ว

    شبیه خانه شفتر غنی

  • @yunisyoseph6618
    @yunisyoseph6618 3 ปีที่แล้ว +1

    میرویس خان گفته شده ازبخارا بوده برادر گرامی۔

    • @KhanKhan-cu2bj
      @KhanKhan-cu2bj ปีที่แล้ว

      ارکسي کفته ګو خوردا

  • @maghfirullahshahidi7568
    @maghfirullahshahidi7568 4 ปีที่แล้ว

    Kawale she che sahi maloomat rake taso wayali Dee.che mirwais Khan nika 1775 ke wafat sho.
    Kho dalta ham dagha wakht ke Ahmad Shah baba ham da loy Afghanistan ampratoor wo.
    Hagha ham pa 1765 ke de dunya sakha rehlat okaa.
    Zama swal daa aya Ahmad shah baba aw mairwais Khan nika koom time ke da Afghanistan ampratooran wal?

  • @BabaNawid
    @BabaNawid 3 ปีที่แล้ว +2

    Pashtuns = Israelis
    🇮🇱 ❤️ 🇦🇫

    • @KhanKhan-cu2bj
      @KhanKhan-cu2bj ปีที่แล้ว

      🇹🇯🖕🇹🇯تاجکستاني ماجر

  • @ninjaturtles969
    @ninjaturtles969 5 ปีที่แล้ว +2