ستا په تماشا کښې رانه هير وو چې ساه واخلمه ستا دا تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه زه به جنت ستا د يو ديدن د پاره پريږدمه زه خو هغه نه يم چې دا واخلم که دا واخلمه خدائ که راته تا پۀ تمامي حورو کښې اودروي اي پۀ لونګين مئينې زۀ به ترې تا واخلمه دلته چې راغلے يمه ستا سودا اخستے يم نوره به پۀ دے بازار کښې کومه سودا واخلمه څنګ به پرهرونه د سائل په زړګې نۀ وینې څنګ به دې د سترګو د بڼو نه صلا واخلمه رحمت شاه سائل
Zabar 11. Very very good
ستا په تماشا کښې رانه هير وو چې ساه واخلمه
ستا دا تورو تورو بلا سترګو بلا واخلمه
زه به جنت ستا د يو ديدن د پاره پريږدمه
زه خو هغه نه يم چې دا واخلم که دا واخلمه
خدائ که راته تا پۀ تمامي حورو کښې اودروي
اي پۀ لونګين مئينې زۀ به ترې تا واخلمه
دلته چې راغلے يمه ستا سودا اخستے يم
نوره به پۀ دے بازار کښې کومه سودا واخلمه
څنګ به پرهرونه د سائل په زړګې نۀ وینې
څنګ به دې د سترګو د بڼو نه صلا واخلمه
رحمت شاه سائل
zamonga janatona di zamong da groono garri janan ao za raoro ti po jolo jolo karkanni
Cmnt for the cha da stargo like plz