Ustad Mangal | Matiullah Turab New Poetry | مطیع الله تراب | منګل استاد

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 7 ก.ย. 2024
  • Ustad Mangal | Matiullah Turab New Poetry | مطیع الله تراب | منګل استاد
    د کور سامان لرمه څوک یې اخلي
    زاړه بوټان لرمه څوک یې اخلي
    مړۍ ډوډۍ د خوراک نشته کور کې
    زوړ د سترخوان لرمه څوک یې اخلي
    نور یې رنګونو ته کتلی نه شم
    خوار ماشومان لرمه څوک یې اخلي
    ناروغې مور ته پرې دوا اخلمه
    یو پاک قران لرمه څوک یې اخلي
    کړی تحصیل مې خریدار نه لري
    اسناد بې شان لرمه څوک یې اخلي
    خریدار شته څوک د عقبی توښه ده
    یتیم ځوی جان لرمه څوک یې اخلي
    حج مو راغلی دی تر کلي خلکو
    زړه پریشان لرمه څوک یې اخلي
    د دې هېواد د هر وګړي د ژوند
    جلا داستان لرمه څوک یې اخلي
    هسې نه کفر ته پرې و نه وځم
    روح مسلمان لرمه څوک یې اخلي
    افغان معلم یم نورڅه نه لرمه
    غړي د ځان لرمه څوک یې اخلي
    تراب ستا د غم لړلې وینا
    .پوره دیوان لرمه څوک یې اخلي
    شاعر مطیع الله تراب
    #pashtosong #PashtoAfghanSongs #UstadMangal #MatiullahTurab #karankhan #haroonbachanewsongs #PashtoPoetry
    #

ความคิดเห็น •