Zowani Jar Dita La Noma ۔ Ijaz Ufaq | Islamabad Concert | Yawa Lapa Da Kabul Khawra Kho Rawra

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 16 ต.ค. 2024
  • ځواني جار د تا له نومه کړم جانانه
    ته چې نه یې، شعر له کومه کړم جانانه؟
    ستا د زلفو په ماښام پسې زړه چاودی
    ژوند بیخونده، بې مفهومه کړم جانانه
    ستا د مخ قبله به کوم لوري پرته وي؟
    وایه څرنګه مالومه کړم جانانه؟
    یو د سترګو چریکي جګړه دې ښه ده
    نور نفرت د جنګ له نومه کړم جانانه
    د دې ښار په رنګینو کې سکون نه شته
    چا له خپل کلي محرومه کړم جانانه؟
    لا هماغسې دښمن د هر فرعون یم
    لا هم مینه له مظلومه کړم جانانه
    یوه لپه د کابل خاوره خو راوړه!!!
    چې مې ډکه ترې *رجړومه کړم جانانه
    *رجړومه: هغه وړه کڅوړه چې خلک رانجه او سلایی پکې ساتي.
    شاعر: عبدالهادي هادي
    سندرغاړی: اعجاز افق
    #ijazufaq
    #pashtoghazal
    #pashtosong
    #pashto
    #pashtonewsong
    #pashtopoetry
    #afghan
    #afghanistan
    #afghanmusic
    #pashtomusic
    #pashtoshayari
    #pashtosong
    #ghazal

ความคิดเห็น • 10

  • @lawangeen011
    @lawangeen011 2 ปีที่แล้ว +2

    Derr Awlaa..
    Parizad wala ghazal rata upload kai .. chi awaaz paki lg clear ye.
    Da ijaz ufaq pa awaaz ki.

  • @noorshahid5084
    @noorshahid5084 ปีที่แล้ว

    Manam Je🥰
    Shayeri Andaz dy dair Aallaaa 👌👌 da

  • @mkzalmay4223
    @mkzalmay4223 2 ปีที่แล้ว +1

    ډير ښه
    پوره پروګرام راسره شير کړه

  • @gullwareen5174
    @gullwareen5174 2 ปีที่แล้ว +1

    ملگری حغہ غزل خو پیدا کہ تہ دہ گودر پہ غاړه والیدل سیلونه جانان سه ویله

  • @fazalkarwan6278
    @fazalkarwan6278 2 ปีที่แล้ว +1

    Ahaa ✨🔥

  • @IjazUfaq_2.0
    @IjazUfaq_2.0  8 หลายเดือนก่อน

    یوه لپه د کابل خاوره خو راوړه. 👇
    ▶️ 7:35

  • @JamalKhan-db3px
    @JamalKhan-db3px 2 ปีที่แล้ว +1

  • @Abrar_Pashtoon
    @Abrar_Pashtoon 6 หลายเดือนก่อน

    بايد دا غزل په سټوډيو کې ريکارډ کړي اؤ ده اوريدونکو زړه پرې خړوب کړې. مننه

  • @osmanghanizabuli88
    @osmanghanizabuli88 2 ปีที่แล้ว

    د اعجاز واتساف نمبر راکړه.
    ټولګی وال می دی

  • @Najib_Kakar
    @Najib_Kakar ปีที่แล้ว