اجمل خټک، پښتو شاعري / پښتو سندرې، سردار علي ټکر / د غیرت چیغه / په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دی

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 30 ส.ค. 2024
  • د غیرت چيغه
    د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
    ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟
    هغه په ګېډه لاس واهه ويل یې
    ((تازه مېوې او د شيدو رودونه))
    خواکې کتاب ته يو طالب ناست ؤ
    ما وې چې ته به په کې څه ووايي؟
    د زلېخې کتاب یې بند غوندې کړو
    وې، چې ((ښايسته حورې او شنه خالونه))
    شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ ؤ
    پخپله ږيره کې یې لاس وهلو
    ده پرې راودانګل نه داسې نه ده
    ((ښکلي غلمان او جنتي سرونه))
    يو خان په لويه سجده پروت پاڅېده
    ما وې چې خان کاکا ستا رايه څه ده؟
    خپل شمله يې سموه ويل یې
    ((د سرو او سپينو عنبري کورونه))
    خوا کې يو ستړی سېلېدو ولاړ ؤ
    ما وې مزدوره! ته جنت پېژنې؟
    د خپل تندي خوله یې وچه کړله
    وې، چې ((مړه ګېډه، خواږه خوبونه))
    يو ليونی غوندې په لار تېرېدو
    ما وې، چې يه! فلسفي ته څه وايې؟
    خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې:
    ((بس د انسان د خوشالو خوبونه))
    ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
    ده په اوترو سترګو بره کتل
    دی شين اسمان ته غورېدو ويل يې:
    ما اورېدل ورنه دا څو لفظونه
    ويل يې: ((اې د لامکان خاونده!
    په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دی
    ګڼې د دغه لېونتوب په نامه
    که نار وي نار که دار وي دار جنت دی))
    « اجمل خټک»

ความคิดเห็น •