پولیسو د جنورۍ پر ۲۸مه په لاهور کې د مظاهرې پر مهال د پي ټي اېم یوشمېر غړي نیولي

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 28 ม.ค. 2024
  • د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعالانو په لاهور کې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د جنورۍ پر ۲۸مه د ښار په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې د مظاهرې پر مهال د غورځنګ یوشمېر غړي ونیول او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې انتقال کړل. پولیس وايي، په لاهور کې پر ولسي غونډو بندیز وو او د غورځنګ غړي یې له مظاهرې منع کړل، خو پر دې سربېره هغوی احتجاج ته دوام ورکړ نو ځکه یې اووه تنه نیولي دي. د پي ټي اېم فعالانو تر دې وروسته د لاهور په ګارډن ټاون کې احتجاج وکړ. پشتین د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي دي، خو غورځنګ وايي چې ټولې هلې ځلې یې سوله ییزې او له قانون سره سمې دي. د طاهر جمیل ویډیويي رپورټ.
    #mashaalradio #pashto #ptm #manzoorpashteen #tribal #pashtuns #protest

ความคิดเห็น • 1

  • @user-yu1io1bb3x
    @user-yu1io1bb3x 5 หลายเดือนก่อน

    اللہ پاک دی ظالمان تباہ او برباد کڑی آمین یارب العالمین