د کابل - کندهار د لویې لارې کاري بهیر

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 3 ธ.ค. 2023
  • د ټولګټو وزارت لخوا د کابل - کندهار لویې لارې د ترمیم او بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري
    افغانستان د خاص جغرافیایي موقعیت له مخې د نړوالې سودګرۍ لپاره ځانګړی اقتصادي رول لري او دغه اقتصادی موخه د سړک د معیاري شبکې سره مستقیمه ادړیکه پالي.
    د کابل - کندهار لویه لار د هېواد یوه له مهمو ا اقتصادي لویو لارو څخه ده چې پاکستان او ایران هېوادونو ته د تجارتي او کرنیزو توکو په چټک لیږد را لیږد کې اساسی رول لري؛ ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اقتصادي اهمیت ته په کتو د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې په ۷ برخو کې پیل کړي چې د څه باندی ۴۰ پُلونو او ۱۷۶۵ پایې پُلګوټو د بیارغونې کارهم پکې شامل دی، چې د ځینو د ترمیم چارې یې بشپړې او د ځینو نورو کار جریان لري .
    د یادې لویې لارې د لیدنې په موخه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولايت ته سفر وکړ او د کابل - کندهار لويې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه یې له نږدي لیدنه وکړه.
    په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر؛ لومړی د کابل - کندهار لویې لارې اړوند د ارغندې - دوراني بازار ۳۷ کیلو متره سړک، دوراني بازار - غزني ۸۰ کيلو متره سړک، غزني - مقر ۹۶ کيلو متره سړک او مقر - کلات ۱۱۲ کيلو متره سړک د اساسي ترميم له کاري بهير څخه هم لیدنه وکړه او په یاد مسیر یې د تازي رباط، زاړه نورک او پلونه چې د دغه وزارت لخوایې چارې څه موده وړاندې بشپړې شوې وې ګټې اخیستنې ته و سپارل.
    دغه راز د کندهار- ارزګان لویې لارې د ۲۰۹ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر، د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملامحمد عیسی ثاني، د یاد ولایت د ټولګټو چارو د رئیس محترم مولوي عبدالهادي يعقوب، د لويديځ زون د پروژو مسئول محترم انجنير شير حسن خوشیوال، د خاکريز او ارغنداب ولسواليو ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او یو شمېر نورو سيمه ايزو چارواکو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.
    نوموړي په دغه سفر کې د شاه ولي کوټ - ترینکوټ عمومي سړک له رغنیزو چارو او د کندهار - هرات لويې لارې اړوند د باغ پل - لشکرګاه دوراهي سړک له کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې فني او تخنیکي ټیمونو ته یې دنده ورکړه چې د یاد سړک له کاري بهیر څخه جدي څارنه او پاملرنه وکړي تر څو په خپل وخت د يادې پروژې چارې بشپړ ې او د خلکو ترانسپورتي ستونزي هوارې شي.
    کندهار ولایت ته د ټولګتو وزارت د سرپرست وزیر د سفر موخه د کابل - کندهار لویې لارې له کاري بهیر او په کندهار کې د دغه وزارت د تر کار لاندې پروژو، ماشینرۍ، کمپونو او کرش پلانټونو څخه د لیدنې او ارزونې ترڅنګ، د یادو پروژو له قراردادي شرکتونو، فني او تخنیکي کار کوونکو سره هم ولیدل او د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د پلان سره سم په ټاکلي وخت د کار د بشپړېدو په اړه یې ورته لازمې لارښونې وکړې.
    د يادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د هېواد په بیلابیلو برخو کې د سړکونو د ترميم او بیارغونې پروژې پلي کړې دي چې د چارو په بشپړيدو سره به يې د هېواد والو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
    د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر
    د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
    وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
    Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan
  • ยานยนต์และพาหนะ

ความคิดเห็น • 25

  • @rahmani927
    @rahmani927 7 หลายเดือนก่อน +2

    موږ د اوسني حکومت ملاتړ کوو ځکه اوس افغانستان خپلواکي او امن لري

  • @mirzashahazizi917
    @mirzashahazizi917 7 หลายเดือนก่อน +1

    ❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤زنده باد امارت اسلامی افغانستان زنده باد

  • @masoodabeel8589
    @masoodabeel8589 7 หลายเดือนก่อน +1

    ماشاالله مبارک باشد تشکر از دولت ما امارت🎉🎉❤❤❤

  • @hamiddurani2754
    @hamiddurani2754 7 หลายเดือนก่อน +2

    💖💖💖💖💖💖💖💖💖💖💖💖💖💖🌹زنده باد امارت اسلامی افغانستان کوهنوردان قهرمان و افتخارآفرینان قرن ٢١ 🌹 خادمان نجیب و مخلص ملت شریف افغانستان 🌹 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖 💖

  • @hajikhan1518
    @hajikhan1518 7 หลายเดือนก่อน

    ماشاءاللہ عمارت اسلامی زندہ باد زندہ باد زندہ باد ❤❤❤❤❤❤❤

  • @user-zv8gd3jl7q
    @user-zv8gd3jl7q 5 หลายเดือนก่อน

    United Provinces of Afghanistan we stand ✊🏼✊🏼✊🏼✊🏼✊🏼

  • @saadadib8564
    @saadadib8564 7 หลายเดือนก่อน +3

    ماشا الله

  • @momenjan-ly9ju
    @momenjan-ly9ju 7 หลายเดือนก่อน +4

    ❤❤❤❤❤❤❤❤ منننننننه محترم ویاند صاحب حفظه الله اللهپاک ژوندی لره

  • @user-fx6zs6cs8p
    @user-fx6zs6cs8p 7 หลายเดือนก่อน +3

    ماشاءالله

  • @user-bw7sn5vg9l
    @user-bw7sn5vg9l 7 หลายเดือนก่อน +3

    ماشاءالله ډيرښه الله دي تاسو ته توفيق درکړی زنده باد دافغانستان اسلامي امارت
    کمپ ميشتو ته دزړه صبر ❤❤❤❤

  • @HizbolaNoorza216i
    @HizbolaNoorza216i 7 หลายเดือนก่อน +3

    ❤❤❤

  • @user-mx1xp3ff8c
    @user-mx1xp3ff8c 7 หลายเดือนก่อน +3

    ماشاءالله ❤❤❤

  • @shahkhalidafridi2413
    @shahkhalidafridi2413 5 หลายเดือนก่อน

    Masha allah

  • @global996
    @global996 7 หลายเดือนก่อน

    سلام گرانه مننه تاسو گزارش نه

  • @FaizUllah-on1lc
    @FaizUllah-on1lc 7 หลายเดือนก่อน +2

    زموږ د فواید عامه له محترم وزیر صاحب حخه په ډیر درنښت هیله کو سې دغزنی او پکتیکا لویه لار ډیره خرابه باید هغه هم راتلونکې پسرلې کې جوړه سې

  • @momenjan-ly9ju
    @momenjan-ly9ju 7 หลายเดือนก่อน +1

    داډیره موهمه لاره ده محترم ویاند صاحب کوشش اوکړی چی په معاری شکل ورغول شی

  • @boskoopkhan6728
    @boskoopkhan6728 7 หลายเดือนก่อน

    Mashallah khodai mu kamjaba ka Allah de islam dushmanan taba aw barbad ke Allah de Emarate islame kamjaba ke Allah de zamog watan abad aw wadana ke 🤲🤲🤲🤲🤲🤲🤲🤲❤❤❤❤❤❤❤

  • @nazirmangal2810
    @nazirmangal2810 7 หลายเดือนก่อน

    چی کله دایوطرف خلاص شی باید په دواهم لین باندی کارشروکړی

  • @bachehazara5009
    @bachehazara5009 7 หลายเดือนก่อน

    طالب او پرمختګ ههههههههههههههههه
    ستاسی دین وغیم، دهشتګرد طالب.

    • @shahwalysafi
      @shahwalysafi 7 หลายเดือนก่อน +4

      دهشتگر بچیه دامریکا بچیه دطالب زور اوگوره 😂😂😂😂

    • @bachehazara5009
      @bachehazara5009 7 หลายเดือนก่อน

      @@shahwalysafi
      ټول پوهیږو غوا تور ده او شیدی یی سپین🤫
      زه چی کمنټ کوم په یو څه پوهيږم.
      دا زور او ټرت لغت د هوا ګوذونه دی.
      زور په پنجاب کی ده، طالب مردارکونه او جاهل ډله ده.
      هسی زور خو دوستم هم لری، د طالب سره تور پنجابی ده، پوهیږی دا جاهله ډله افغانستان تباه کوی.

    • @sunflower8360
      @sunflower8360 7 หลายเดือนก่อน +1

      @@bachehazara5009اوس خو اباد كوي نه تباه☝️

    • @musakhan1750
      @musakhan1750 7 หลายเดือนก่อน

      هم هعه د ګلخانانو خوي مو اخستې دی په جمهوريت کې دی کومه توره کړې ده

  • @Islamic_Emerate_of_Afghanistan
    @Islamic_Emerate_of_Afghanistan 7 หลายเดือนก่อน

    ماشاءالله