څنګه ښه شخصيت ولرو؟

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 10 ก.ย. 2024
  • که غواړې ښه شخصيت ولرې، دا خبرې عملي کړئ
    شخصیت د فکر او احساس کولو او رویو یوه ځانګړې نمونه ده، چې کله سره دا ټکي یوځای شي، یو بې مثاله شخصیت جوړوي.
    ځیني وخت موږ وایو فلانی ښه شخصیت لري، نو ذهن ته مو همدا راځي چې هغه شخص ډیر د توجه وړ، پوه، خوشحالوونکی او خوښېدونکی دی.
    په نړۍ کې هر شخص غواړي چې نورو ته په زړه پوری وي، ځکه غوره شخصیت خورا مهم او زیات ارزښت لرونکی وي. په حقیقت کې نن سبا په نړۍ کې د کامیابۍ او خوشحالۍ تر شا تقریباً تر ۸۵ سلنه پورې راز له نورو سره د ښو متقابلو اړیکو او روابطو لرل دي، خو په ټوله کې دا د یو چا د شخصیت ښکارندوي کوي چې خلکو ته په زړه پورې او جذبونکی وي، ځکه که داسې نه وای، خلک به ترې لرې ګرځېدل.
    نو که موږ څومره هم خپل اعتماد او باور په ټولنه کې زیات او پراخ کړو، په هماغه اندزه کولی شو خپل شخصیت ته پرمختګ او پراخوالی ورکړو. که داسې مو وکړل بیا چې څومره د غوره، بریاليو او مناسبو شخصیتونو د لرلو اټکل کوو، کولی شو چې په هماغه ډول سره شو.
    خو برحال؛ دلته لس هغه لارې چارې په ګوته شوي، چې انسان ته ښه شخصیت وربخښلی شي.
    ۱- باید غوره اورېدونکی شې
    په نړۍ کې څه جذبوونکي څېرې چې دي هغوی استثنايي او عجیبه اورېدونکي او توجه کوونکئ دي، هغوی په دې مشهور وو چې خلکو ته به یې په سترګو کې کتل او د خبرو هر کلمې ته به دومره ځیر وه، چې متقابل (وینا کوونکو) به ځان ته داسې فکر کاوه، ګني دوی ډیر مهم دي او مهمې خبرې کوي.
    نو تاسې ووایئ چې له دې بل جالب څه وي، چې یو څوک تا ته په پوره توجه سره غوږ شي او ته داسې احساس وکړې، چې والله دې نړۍ کې یوازې زه یم، ځکه یوازې همدا ما اوري کنه!
    ۲- ډیر لوستل وکړه او خپله مېنه او علاقه پراخه کړه
    ډیر لوستل کول، نویو علاقو او نوښتونو ته پام کول، مو نورو ته ډیر په زړه پوری او جذبوونکی معرفي کوي. نو کله چې ته له نویو او نابلده خلکو سره مخ کیږي، دا ستا لپاره یو فرصت دی؛ په هغه څه چې پوهېږې هغه ورسره شریک او د نظریاتو او فکرونو تبادله ورسره وکړې.
    ۳- ښه خبرې کوونکی اوسه
    دا په ډیرو لوستلو او پوهېدلو پورې اړه لري، کله چې څوک غواړې له چا سره مرسته وکړي، نو باید په دې پوه اوسي، چې څه ډول ورسره باید په دې اړوند وغږیږي او مرسته وکړي.
    ځکه له نورو سره غږیدل ښه دي، ځکه هر انسان په هر څه نه پوهیږي، کېدای شي ته به په هغه شیانو نه پوهیږې، د کوم په اړه چې بل شخص پوهیږي، نو ممکن په همدې غږیدو کې ترې زده کړه وکړې.
    خو که چېرته په څه پوهیږۍ، خو په ویلو یې شرمیږۍ، مه یې وایه، نو له داسې اشخاصو سره کیښنه چې خبرو ته مو تشویق کړي.
    ۴- یوه نظریه باید ولرې
    که چېرته یوه نظریه ولرې، کولی شې ددې نظریې پر اساس ډیر خلک ځانته جذب کړې، ځکه هغه اشخاص چې هیڅ نظریه او مفکوره نه لري، خلک ترې ځان لرې ساتي.
    ((که ته یوه نظریه ولرې، ستا په اړه خلکو ته پراخ معلومات ورکوي))
    ۵- له نویو خلکو سره ناسته پاسته وکړه
    هڅه وکړئ چې له نویو او بیلابیلو خلکو سره کیښنې په خاص ډول له هغو خلکو سره چې ستاسې په خلاف دي او نه مو خوښوي، دا نه یوازې دا چې تاسې د بیلابیلو کلتورونو سره بلدوي، بلکې د کارونو د ترسره کولو له بیلابیلو لارو سره مو اشنا کوي، چې بلاخره په همدې ډول سره مو د فکر لمن پراخیږي.
    ۶- څنګه چې یې، هماغسې اوسئ
    موږ هر یو بې ساري اشخاص یوو، او زموږ دا ځانګړی او بې ساری طبعیت او حالت دا مانا لري چې شخصیتونه لرو. نو هڅه وکړئ چې د یو چا د کاربون کاپي شئ، خو دومره نه چې چاته سقوط شئ (ټول کړه وړه مو یوازې هماغه شخص پورې وتړل شي) ځکه که داسې شۍ بیا ستا اصیلیتوب او سپیڅلتیا تر پښو لاندې کیږي. له چا چې تقلید کوۍ، هغه هم انسان دی، نیمګړی دی، که ته دومره ترې اغیزمن شې، نو ممکن د هغه په غلطۍ ته هم غلط شې.
    ۷- مثبته نظریه او چال چلند غوره کړئ
    آیا داسې څوک به پیدا شي چې د منفیګرا خلکو سره ناسته پاسته خوښه کړي؟ معلومه خبره ده چې ټول به وایو هیڅوک؛ ځکه کله چې منفيګرا کس ګورو ټولو ترې تښتو او نه ورسره کیښنو، خو ددې پر ځای بیا خوشبین او مثبتو خلکو سره کېښنو، ځکه مثبت خلک داسې دي لکه زموږ لپاره بله شوې ډېوه.
    هدف دا دی چې تل د اشخاصو او شیانو لپاره له مثبتې زاویې وګورئ، په مېنه سره خندا وکړئ، خوښۍ وویشئ او په خپلو مثبتو کړو وړو سره نور خلک ویښ کړئ.
    ۸- ساتیری اوسه او لږ د ژوند د شوخۍ برخې ته هم سر ښکاره کړه
    هر څوک د هغه شخص ملګرتیا ډیره خوښوي څوک چې ډیر مسکی او خندنی خويي لري، نو لږ لږ ټوکي هم اوسئ، ځکه د ژوند په دې برخه کې تل خوښي وي.
    ځیني وخت مسخره ډیره مهمه او ضروري ده، چې وشي. مثلاٌ: که یوه تیاره مغزي، ناپوهه او لټ انسان سره ساتیري او خوښي وکړې، نو هغه انسان نه یوازې دا چې مننه به درنه وکړي، بلکې ته به ورته ډیر په زړه پورې او جذاب شخص په توګه معرفي شې.
    ۹- تل هڅوونکی اوسه
    هڅوونکی او تشویقوونکی اوسېدل مو شخصیت ته د لا ډیر جذابیت او غوره والي خاصیت او مقام ورکوي.
    څرنګه چې ځانته روحیه ورکوئ او هڅوئ یې په همدې ډول سره له نورو سره هم همکار او هڅونکی اوسئ. ځکه هر څوک له داسې یوه رهبر، مشر او شخص سره مېنه لري، چې هغه یې تشویقوي، باور پرې لري او کله چې وغورځي، نو لاس ورکوي او پورته کوي یې (ستونزو پر وخت یې لاسنیوی کوي).
    ۱۰- رښتینی اوسه او تل نورو ته احترام کوه
    صادقه او رښتیني اوسېدو له امله نور درته په نیک نظر ګوري، احترام او مننه درڅخه کوي. غوره شخصیت د بل هیڅ شي په واسطه هم دومر پرمختګ نه کوي، څومره چې د صداقت، ایمانداري او نورو ته په احترام ورکولو کې یې ترلاسه کولی شې، خو داسې احترام لکه څرنګه یې چې ځان ته لرې.
    په ټوله کې انسانان چې په هر ډول سره غواړي او خوښه یې وي، دا توان او وړتیا لري چې په هماغه شکل شخصیتونه ولري.
    همدا راز کله چې موږ خپلو ځانونو(شخصیتونو) ته پرمختګ ورکړو، خپلو نورو ملګرو ته بیلګه کېدای شي، هغوی به هم تقلید وکړي او غوره شخصیتونه به ولري.

ความคิดเห็น • 9

  • @HamzaPathaan-rj7jf
    @HamzaPathaan-rj7jf 4 หลายเดือนก่อน

    ډېره مننه ښاغلیه

  • @jangeerAmarkhail-t1g
    @jangeerAmarkhail-t1g 2 หลายเดือนก่อน +1

  • @abdulazimrasheedi1717
    @abdulazimrasheedi1717 6 หลายเดือนก่อน

    تاند او هڅاند اووسې ښاغلې

  • @user-yv8jn8jk1m
    @user-yv8jn8jk1m 2 หลายเดือนก่อน

    نو شخصيت خو فقط شهرت نه دی، بلکې اخلاقي معيارونه د شخصيت ترټولو لوړ او مهم اړخ دی چې ستا د ويډيو سره کاملاً په ټکر کې دی.

    • @abdulraqeebsail5919
      @abdulraqeebsail5919  2 หลายเดือนก่อน

      بالکل لکه کوم معیار چې زما له وېډیو سره کاملا مخالف ده؟

    • @user-yv8jn8jk1m
      @user-yv8jn8jk1m 2 หลายเดือนก่อน

      @@abdulraqeebsail5919 مننه ګرانه
      هدف مې اخلاقي اړخ دی چې له بده مرغه ترډېره نه دی مراعات شوی!.

  • @Mustafawesal
    @Mustafawesal 6 หลายเดือนก่อน +2

    ستا حماقت دومره اوج ته رسیدلی دی چي خلقو ته شخصیت ور ښه یی خو په لڅو فلمو یالڅو تصویرانو کي یه ورښه یی هههههههه یقناً چي ټولنه کی دحیوان مثال زیات دی خبر کوو په پوهیږو نه خبر کوو عمل نه کوو خبر کوو خوویډیو کی لڅو تصویران ورښهیو هههههههه بل اخیره شوهرت ته مو زړه شوی دی 😂

    • @afghantigers8184
      @afghantigers8184 หลายเดือนก่อน

      هو بلکل وروره الله ج دي ورته هدایت وکړي دغه لوڅي ویډیوګاني چي جوړوي ښه نکوي
      دی بیا موږ ته د ښه شخصیت راښيي 😅