د دوه کمرو بند د دروازې په هکله د انجنير صاحب پرویز جهید تخنيکي محاسبه.10/03/2024
ฝัง
- เผยแพร่เมื่อ 11 ต.ค. 2024
- دا بند د دوه کمرو په 2 نامه ياديږي او د هسکې يا دهبالا ولسوالۍ د دوه کمرو په سیمه کې واقع دی.
دا بند د څلورو لكو څخه تر پینځه لکه میتر مکعبه د اوبو د ذخير کولو ظرفیت لری.
د بند لوړوالى نزدي 25 ميتره چی لاندې تل يې 16 میتره پلنوالی لري او پاس بیا 2 نیم میتره ته رسیزي، د بند د دیوال لوړوالی 25 میتره تهرسیږی او اوږدوالي یې10 میتره دی.
د بند د دیوال دننه برخه چې د بند خوا ته ده بیا د سیخدار کانکریټ څخه د پوښ په شکل جوړيزي.
د لومړيو مالوماتو پر بنسټ په دې بند تقریباً اتیا زره ډالر لګښت رازی.
موسمي بدلونونو ته په کتو دا بند به په شپزو میاشتو کې انشالله بشپړ کړل شي.
د بند لپاره په ټوله دغه کاري موده کې د 14500 کارګرو اړتیا ده چې زیاته برخه به مزدوران او یو څه برخه به ماهر کارګرو وي، يعني د بند د جوړیدو تر اخیره به څوارلسنیم زره خلکو ته مخامخ ګټه ورسيزي او 2000 نورو کورنیو ته به هم په غیر مستقم ډول ګټه ورسيزي.
زمونږ د اټکل له مخې دا بند د 500 جريبه ځمکې د خړوبولو وړتيا هم لري او ورسره به لاندې پرتو سیمو کې د اوبو سطحه لوړه شي.
د دې بند ګټه به حتی د روداتو ولسوالۍ چینو او کاریزونو ته هم رسيزي.
د بند د جوړولو لګښت په رضاکارانه توګه د با احساسه هیوادوالو لخوا چی بهر اوسیږي برابریږی.
الله تعالی د دوی صدقې او مرستی خپل دربار کی قبول کړی. د مالی مرستو دوام کولی شی د بند چاری په چټکۍ سره تر سره شی.
د لا مالی مرستو په هیله.
انجنير صاحب ستاسو استعداد او زحمات قابل د قدر دې.
Mashallah
مننه انجنير صيب د يو سوکاله هوسا او پرمختللې افغانستان په هيله ❤🇦🇫