Nawagai Momando Wrana Krala. Da Dir Nawaba. Story Explained

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 12 ก.ย. 2024
  • #Dirnawab #Dir #Song #Folk #Facts #Bajaur
    References.
    Maulana Khanzeb Blog.
    ناواګۍ مومندو ورانه کړله !!!
    ددې اولسي سندرې شاليد.
    د پښتو اولسي سندرې ټپې پخپل ځان کښې د تاريخ ډکې پانړې لري د ټولنې د خپل وخت ژوندي احساسات او نفسيات مونږ ته بشپړ جوتوي ددې سره تړلي علامتونه کردارونه خپل ځان له جلا تاريخ لري.
    د ضلع باجوړ ېاده سيمه ، ناواګۍ ، په تاريخ کښې د دوه اولسي سندرو او تاريخي پېښو له کبله ډېره ېاده ده ېو ،ناواګۍ مومندو ورانه کړله د دير نوابه ! دوېم د شېر عالم مېمونۍ داستان !
    ناواګې د ضلع باجوړ سب ډويژن او تحصيل دې لس کلوميټره اوګد او پينځلس کلوميټره پلن مساحت لري د ناواګۍ په نامه د پښتونخوا په بونېر او ځنې نورو سيمو کښې هم سیمې شته خو ېاده سيمه پکښې د باجوړ ده په اوس وخت کښې څه پنځوس زره وګړي لري . د ختيځ په لور ئې د ښاررياست ، لويديځ ته کنړ ولاېت ،شمال ته چارمنګ، او سوېل ، ته د ضلع مومند سره پولې لري د ۱۹۵۱ نه وړاندې د ناواګې نه سوېل اړخ ته د ضلع مومند تحصيل ساپي سيمه هم په تاريخ کښې په ،سورکمر، ېاده شوې او د شېخ ملي بابا د ځمکو د وېش په دود کښې د باجوړ د تهرکانړي قبيلې پینځمه برخه وه .
    د
    .
    په باجوړ کښې د برام خېلو د خانې څو سوه کاله تاريخ دې چې ېو پکښې ستر خان صفدر خان هم تېر شوې د صفدر خان په وخت کښې د مومندو په لور ېو لوئي جنګ 1898 کښې د ميټۍ په سیمه شوې وو دغه جنګ کښې د صفدر خان لښکرو مومندو ته ماتې ورکړې وه.
    دوېم لوئي جنګ هغه وخت اوشو د باجوړ ناواګې د نوابي رياست ،نواب صفدر خان د هغه ځوئي ،مندالي خان په 1906 کښې ګوښه کړو او مندالي ددغه رياست نواب شو.
    ېاده دې وي چې نواب صفدر خان د نواب ، حيدر خان، ځوي ؤ او په ۱۸۸۰ کښې پدغه وخت کښې پدې سېمه ښو ستر او مضبوط نوابي رياست وو خو د نوابې په توګه په رسمي ډول نه وو منل شوې د پښتنو د لوئي کور افغانستان سره به ئې نزدې اړيکې وې او پدغه وخت کښې دا سیمه د ،پيرنګي، د اغيز نه هم آزاده وه .
    دا رياست د اوسني باجوړ په نسبت په لوېه ،رقبه، مشتمل وو. ددې رياست ،لويديځ ته د کنړ ،شړتن ، اسمار ، او د سیند دې غاړې نه تر د ، څوکۍ، پورې ، شمال ، ته سلاروز دانګام، لمر خاته ، ته د جندول ،ترکو ،پوله، او جنوب ته د مومندو د نحقي ،کمالي، غرونه ،انبار، او ،سیلې، پټې، ئې بريدونه وو.
    مندالي چې کله ،نواب ،شو نو وائل کيږي چې ډېر مست سړې وو په ،سپين، اس به سور ګرزيدو او د خپل رعيت سره ئې ډير ظلم هم کؤو په ۱۹۱۲ کښې د ساپو د قندارو سيمې څه کسانو په ناواګۍ کښې د غلجي قبيلې ېو تن اووژلو مندالي د ساپي قبيلې څخه د وژونکو حواله کولو ګوښتنه اوکړه چې خبره جوړه نشوه نو د مندالي خان سپاېانو د قندارو د خاخ په سیمه د ،ساپو، قبیلې څه اوېا کسانو نه ئې د ېو غونډۍ دپاسه سرونه غوڅ کړل بله ورځ کله چې په قندارو کښې د ،نواب، سپاېانو د، تور سرو، په سرونو منګي مات کړل ددې سره په اولس کښې سخت غبرګون رالې.
    ددغه مړو په وينو ککړې جامې ساپو قبیلې تر د ،سلاله، او د، شونکړې، په مومندو د فرياد دپاره اوګرزولې،
    لښکرې د هر لوري راپاڅيدې او نواب مندالي د قام په ،مټ، د نوابې نه ګوښه کړې شو لښکر څه درې ورځې دېره وو ،ناواګۍ، هم پکښې ورانه شوه د ،مندالي نواب وارثان اوس د باجوړ په ،ډيلي، نومې کلي کښې ميشته دي.
    د ناواګې نوابي ېو اولسي او قامي نوابي وه د رياست دپاره د نواب صفدر خان ، يو بل ځوئي چې په ،چارمنګ، کوټکي کښې میشت ؤ ،احمد جان خان، قام راووست او د دې رياست خان ئې کړو بېا روستو د مومندو سره د نورو نوابانو اړيکې هم خرابیدې کله نا کله جګړې به پکښې هم کيدې چې تقريباً ،درې ځل، پکښې د ناواګۍ، سیمه ورانه کړې شوې ده د ناواګۍ سیمه چونکه ددې رياست د ،مغلو، د وخت نه تاريخي ،پلازمينه، ،مرکز،وو او دهغه دور د قامونو په صلا به رياست چلول شو خو چې کله به هم جګړه جوړه شوه نو دا سیمه به پکښې ،اغيزمنه، کيده په 1916 کښې ترنګزو باباجي او علينګار فقير د ساپي قبيلې او د ناواګۍ د خلکو ترمېنځ مصالحت اوکړو .
    دا اولسي سندره هم پدغه ،شاليد، کښې وائل شوې او په پښتو اولسي ادب کښې ډېر نړۍ وال شهرت لري.
    په کابل کښې چې کومو سندرغاړو دا سندره وائلې نو په هغې کښې د ،دير نواب، ېاد شوې دغه سندره د ۱۹۱۲ د دور سره اړين ده.
    د کوزې پښتونخوا د سیمې سندرغاړي د ،ښار نواب ،ېا، د جاني ځويه، یاده وي نو داد روستو دور سره چې په ښار کښې د نواب سردار خان نه پس د هغه ځوئي ،محمد جان خان، د ۱۹۴۰پورې واکمن وو بيا د هغه ځوئي عبد السبحان خان دغه راز دا هم وائل کېږي چې جانه د صفدر خان د ېو ټبر نوم وو.
    درېم لوئي جنګ د مومندو د اړخ نه د ناواګۍ په لور په 1969 کښې شوې وو چې کله د پاکستان زغروال ځواکونه دې سيمې ته د ښار د لوري راننوتل د هغه وخت خان د مومندو او ساپو قبیلې سره د پاکستان په راتلو کښې مشوره نه وه کړې چې په نتيجه کښې اولس غصه وو او لوئي جنګ د ناواګۍ ډاګ په سيمه اوشو دغه وخت کښې د ښار په خانې عبد السبحان خان ناست وو.
    MAULANA khanzeb Bajaur
    Samiullah Khatir
    Timergara Dir Lower
    Video by Samiullah Khatir, Timergara Dir Lower.
    سمیع اللہ خاطر ویڈیو
    تیمرگرہ، بلامبٹ دیر لوئیر

ความคิดเห็น • 10

  • @amirbadshahamir-rf6gc
    @amirbadshahamir-rf6gc 2 วันที่ผ่านมา +1

    ❤❤❤❤

  • @ajnabikhan2845
    @ajnabikhan2845 5 วันที่ผ่านมา

    Gora mong ta os sta da channel pata olageda ❤❤

  • @ahofficial4263
    @ahofficial4263 ปีที่แล้ว

    سر ڈیرا مننہ دہ داسے مالوتات چی مگ تے بخی نو خبر او تاسو تہ خبر کلو
    Love&respect from Bjr🖤

  • @nasirhaqyar4965
    @nasirhaqyar4965 ปีที่แล้ว

    ماشاء اللہ خاطر صیب ڈیر خائستہ تاریخ بیان کوی فیسبوک کی دی گورم خو د مزاح لپارہ دلتہ بہ ڈیر سہ لہ تانہ یاد کو۔

  • @niharkhan6321
    @niharkhan6321 7 หลายเดือนก่อน

    تاسو پکې مهمند ياد کړي ، خو اصل واقع دا صافو سره شوي وه ځکه چې دغه دا صوفو سيمه دا باجوړ وه ، او دا باجوړ خانانو به په دوي ظلمونه کول ، که هر څه ورسره شوي وو خو مهمندو دا صافو مرستې لپاره ورغلي وو ، او مهمندو بيا دغه سيمه په ضلع مهمند کې شامله يا قبضه کړه ، خو ما چې څومره دا مهمندو مشرانو نه اوريدلي نو دا کاروان مهمند خبره روغه ده ، دا زنانه توهین او بيزتي يي کړي وه ،

  • @user-bj6yl2if3p
    @user-bj6yl2if3p 26 วันที่ผ่านมา

    Da dhero khabaro tasdeeq kho dher gran de kho waile kegee che mandali Khan dher aggressive wo aw aksar ba ye da zulam aw jabar na kar akhastho wai che da de waqia na sa wraze makhke da charmang babarhe mula da yaw jawargar kor che pa hagha ke ba jawaree keda mulana Sahib da khpalo talibano pa mrastha wran ko aw jawargar ye bedakhla yanee alaqa badar ye ko da khabara nawab mandali Khan tha waresada aw mandali Khan mulana tha da hazeredo hukam wako maulana Sahib kashar ror maulana da nawab adalath tha walegalo mandali Khan hagha dher beizatha krho aw wartha ye wail che maulana pa khpal hukam wale da jawargar kor wran krho dagha kashar maulana khapa kor tha raghlo che mashar maulana hagha khapa waleedo no poha sho che nawab hagha khapa karhe de saba la ye bia da mandali kan darbar tha walegalo aw wartha owail che nawab Sahib tha waya che mashar maulana Sahib wai che ma khushala ka wai che pa dagha wakhth mandali Khan rutai tha nasth wo che da maulana da khabara ye wawreda no Ghusa sho aw da tharkarai plate ye pa qaleen naskor ko aw maulana tha ye wail che mashar maulana tha waya che ko stha pa khero kegee no zama nawabee de hum dagha shan naskora shee aw hagha ye dher wazawrawo kashar maulana da tola waqia mashar maulana tha bayan krha aw mashar maulana dher khapa sho aw mandali Khan tha ye khere aw azar wako lage wraze pass da mohmando qandaro nawab tha da ushar warkawalo na inkar wako mandali qaharjan sho aw da da qandaro 18 masharan ye rawaghukhtha da nawgai da darbano pa namar kahtha pas da ghar pa yaw gat da hagho saroona qalam krha aw hagha ye qandaro tha walegal tola muhmandkhana qaharjana shwa aw though pa naghara rawotha lakhkar ye wako nawagai ye wrana krha aw da muwahide lande ye mandali Khan la pewara warkrha che rustha da khar nawab mirza khanjan tha hawala karhe baqee da thopono khabara che da no thopona da khar da nawab Sara hum wo aw da dir da nawab Sara hum kho kede she che da de dir nawab na yadawee zaka che da dir da nawab asar rasookh kho ziath wo kho da khar nawab da mandali Khan ror aziz wo no kede she da khar nawab we zaka che ror aziz pa ror aziz nang kawee aw da dir nawab kho da bale qabele Sara thalooq wo no thopona da khar da nawab yadegee

  • @utmankhelutv72
    @utmankhelutv72 3 หลายเดือนก่อน

    ❤❤❤