د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 28 ก.ย. 2024
  • د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان د يوشمېر نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د پښتنو کلتوري ولمانځل شوه. د دې ورځې په تړاو په کوټه ښار کې په جوړو شويو دستورو کې د کلتور د ارزښت په اړه پر ويناګانو سربېره د پښتنو د کلتوري توکو نندارتونونه جوړ شوي ول. پر دې مهال هلکانو او نجونو خپلې دوديزې جامې په غاړه کړې وې. بل خوا ځوانانو پګړۍ هم تړلې وې او پر ډول يې اتڼونه کول. د پښتنو کلتوري ورځ په لومړي ځل د پښتو اکاډمۍ کوټې له خوا په ۲۰۱۵ز کال کې د يو نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان شوه چې اوس هر کال د سېپټمبر پر ۲۳ مه لمانځل کیږي. د صمد شبنم ويډيو رپورټ

ความคิดเห็น • 1