په باختر پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې په اړه یو علمی کنفرانس جوړ شو

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 6 ก.ย. 2024
  • په باختر پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې په اړه یو علمی کنفرانس جوړ شو
    پدغه کنفرانس کې د چاپیریال ساتنې او ساینسي علومو پوهانو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو او د هغې له امله د رامنخ ته شوو زیانونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې د نړۍ په کچه چاپیریال هوا او اوبه ورځ تربلې د چټلیدو په حال کې دي چې د ناوړه اقلیمي بدلون سبب ګرځي او که مخنیوی یې ونه شي نو د ځمکې قره به نور هم له ګڼو اقلیمي ستونزو سره مخ شي
    پدغه کنفرانس کې د تیلو د زیات مصرف او د اوبو د چټلیدو په اړه وویل شول چې غربي هیوادونه اوبه او تیل زیات مصرفوي چې دا دواړه چارې د چاپیریال د خرابیدو لامل ګرځي
    د یادونې وړ ده چې په لویو صنعتي هیوادونو کې د تیلو او اوبو زیات مصرف همدارنګه په جګړو کې د نړیوالو قوانینو نه مراعات کول او د کیمیاوي وسلو استعمال په نړیواله کچه د چاپیریال د تخریب سبب ګرځیدلي دي چې د میلیونو انسانانو نباتاتو او ژوو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی .

ความคิดเห็น •