د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ناموس په نامه وژنې غندلي

แชร์
ฝัง
  • เผยแพร่เมื่อ 10 พ.ย. 2024
  • د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په سوات، کوهستان او قبايلي ضلعو کې د ناموس په نامه وژنې زياتې شوې دي. د غير سرکاري ادارو له ارقامو سره سم د خيبر پښتونخوا په سوات کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې له ۲۰ زياتې ښځې د ناموس په نامه وژل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه وايي، په ټولنه کې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي نه شتوالی، د پوليسو له خوا ناسمې پلټنې او بيا له اغېزمنې کورنۍ سره روغه جوړه هغه لاملونه دي چې په دې پېښو کې ککړ کسان خوشې شي يا ورته سزا نه ورکول کېږي. خو چارواکي وايي، د ناموس په نامه د وژنو په قضيو کې سختې سزاګانې موجودې دي.
    #mashaalradio #pashto #pakistan #khyberpakhtunkhwa #honorKillings
    #hrcp #condemnation #honorkillingCases #swat

ความคิดเห็น •