عباس خان:حکومت د راجسټر افغانانو د ویستلو فیصله نه ده کړې
ฝัง
- เผยแพร่เมื่อ 27 มิ.ย. 2024
- په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر وايي چې د پاکستان حکومت لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې. عباس خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سېټېزن کارډونو د ستنولو په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي. په پسرلي کې داسې راپورونه ول چې ګواکې اسلام اباد په دویم پړاو کې د هغوی د ستنولو عمل هم پیلوي. خو عباس خان وايي هغه راپورونه ناسم ول. نوموړي دا هم وویل چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ترهګرۍ کې لاس نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنیتي چارواکو په بیا بیا دعوه کړې چې افغان کډوال د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ دي. مشر کمېشنر د قبایلو او سرحداتو چارو د وزارت (سیفران) چارواکی وي چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو چارې پر مخ وړي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
#mashaalradio #pashto #pakistan #afghanistan #afghanrefugees #unhcr #humanrights #refugees #refugeecamp
طاهر خان صاحب الله دى هميشه خوشحال لره ✌✌✌
هغه کومک خو تاسی ټول پخپل جیب کی اچوی😊
کاش کی انگریزی الفاظ یی نہ استعمالولی چی مونگ پوہ شوی وای