- 12
- 60 957
Mumtaz khn
เข้าร่วมเมื่อ 23 มี.ค. 2020
غـــزل
زموږ په ګران هیواد به چې مرمۍ را وریدلې
د ستـا سو په وطن به خوشحالۍ را وریدلۍ
ګاونډه تا به خپله ابــــــادې پکــــــې لیدله
زمـــوږ به چې په شنه فصل ګلۍ را وریدلې
زمـــــوږ د پښتنو به وو شلیدلې ګریوانونه
په تاســــو به ځولۍ ځولۍ روپۍ را وریدلې
په وینـــو باندې رنګ ښکلی کابل به ژړیدلـو
عجبه وه په تاســـــــو به مستۍ را وریدلې
دا تاســو به پنجاب کــې مستې پیغلې ناڅولې
په خـــوارو پښتنو به سرې ګولۍ را وریدلې
دا مــوږ به د بابړې شهیدانو په حال ویر کــړو
په تاســــــــو به نغمې د ازادۍ را وریدلې
ګاونډه عجیبه مسلمانــــــــي به د کـــــــوله
په مــــوږ به ستا له لورې نه خوارۍ را وریدلې
دا موږه پښتانه به دې دنیا سره په جنګ کــــړو
شیطان وې ستا له خـولې به شیطانۍ را وریدلې
بس اوس مــــوږ پیژندلی یې ګاونډه منافقــه
په مــــوږ به ستا له وجې تل سلګۍ را وریدلې
.
.
امیدالرحمن رحماني

دنظره مشی لال شیرجانه لطفا فروگرام پدانورو سپگنو مه خرابوه مننه
دپلار دی هم کوروران سه او ستاهم پدی آواز